ملا محمد عمر اخوند
From Wikipedia
ترتيب | د مجاهدينو قومندان |
---|---|
ولسمشر له | ١٩٩٦ – ٢٠٠١ |
د ولسمشر مرستيال | {{{د ولسمشر مرستيال}}} |
مخکينی ولسمشر | برهان الدين رباني |
وروستنی ولسمشر | حامد کرزی |
زېږېدنه | ١٩٥٩ کندهار افغانستان |
مړينه | not deceased |
سياسي ګوند | حرکت انقلابې اسلامي, وروسته طالبان |
ماندينه | {{{ماندينه}}} |
لاسليک | [[Image:{{{لاسليک}}}|128px]] |
محمد عمر (زېږېدنه، ١٩٥٩-) چې د ملا محمد عمر او يا هم په ساده توګه د ملا عمر په نامه يادېږي، په افغانستان کې د طالبانو د غورځنګ مشر دی. نوموړی چې اوس په يوه نامالومه ځای کې پټ دی له ١٩٩٦ زېږيز کال نه تر ٢٠٠١ کې د افغانستان د حکومت هغه مشر وه چې په ولسواکيزه توګه نه وه ټاکل شوی. د هغه پلويان ښاغلي عمر ته د اميرالمومنين خطاب کوي او دا لقب دده د پلويانو لخوا په ١٩٩٤ زېږيز کال کې ورته ورکړ شوی.
ملا محمد عمر د ٢٠٠١ زېږيز کال نه راپدېخوا، کله چې امريکايانو په افغانستان کې جګړه پيل کړې ده په يوه نامالومه ځای کې پټ دی. ملا عمر هغه کس دی چې امريکا يې د نيولو په لټون بوخته ده او غواړي چې دی او د القاعدې د ډلې مشران او نور غړي ونيسي. د امريکا حکومت هغه په ٢٠٠١ کال کې د نيويارک په سوداګريزو مرکزونو باندې بريدونو کې د لاس لرلو او د اسامه بن لادن او د القاعدې د ترهګرې ډلې د غړو د نه سپارلو په خاطر تورن کړی دی. داسې اټکل کېږي چې ملا عمر د افغانستان او پاکستان د پولې تر مېنځ په قبايلي غره ايزو سيمو کې پټ دی.
نيوليک |
يوه کتنه
که څه هم چې ملا محمد عمر په افغانستان کې د ٢٥ ميليونو وګړو ولسمشر وه خو د حېرانتيا خبره دا ده چې د يوه هېواد د ولسمشرۍ سره سره دده په هکله ډېر لږ مالومات شته. د هغه له قوله هغه هېڅوخت هم په خپل هېواد کې په الوتکه کې سفر نه دی کړی، او هېڅکله د افغانستان نه دباندې هم نه دی تللی. خو يو څو ځلې يې د ډيورنډ پولې ته نژدې قبايلي سيمو ته سفر کړی دی. ملا عمر داسې يو سړی دی چې ډېرې لږې مرکې يې کړي، ډېر لږ ځله يې د غېر مسلمينو سره کتلي، او د هغه خورا لږ داسې انځورونه دي چې خلک پرې خبر دي چې همدا ملا محمد عمر دی. ډيپلوماټان د ملا عمر څرګندونه پدې ډول کوي؛ ملا محمد عمر يو ډېر حياناکه او شرمندوکه سړی دی، د بهرنيانو سره ډېرې خبرې نه کوي.
د هغه د واکمنۍ پر مهال د هېواد نه دباندۍ نورې نړۍ سره ټول امرونه او کارونه د هغه وخت د باندنيو چارو وزير، مولوي وکيل احمد متوکل پرمخ بېول.
شخصي ژوند
ملا عمر يو پښتون دی او د خلکو د بيان له مخې هغه لويه جوسه او دنګه ونه لري (ځينې وايي چې ١.٩٨ متره يا ٦'٦" فوټه يې ونه ده، خو کېدای شي چې خلک پدغه هکله مبالغه هم کړې وي). هغه د يوه کرونده ګر زوی دی او کندهار ښار ته نژدې د سنګېسار د کلي په خټين کور کې ستر شوی (او يا هم ، د ځينو راپورونو له مخې، نوده). ملا محمد عمر په ماشومتوب کې د پلار له سيوري نه محروم پاتې شوی، او په ډېر لږ عمر کې د خپلې کورنۍ مسؤليت ورپه غاړې شوی. داسې وييل کېږي چې هغه د اوسامه بن لادن د لور سره واده کړی دی او پينځه ماشومان هم لري چې د ملا عمر په مدرسه کې په سبقونو بوخت دي. ددغه راپور پخلی نه دی شوی او ځينې په دې باور هم دي چې دا خوشې يو ګونګوسی دی چې خلک پدې پوه شي چې يعنې ملا عمر د اوسامه بن لادن سره د خپلوي په خاطر هغه يې افغانستان کې د پاتې کېدلو لپاره پرې ايښی وی.
د روسانو يرغل او د ده بنسټ پاله کېدل
ملا عمر روسانو پر ضد د جهاد په وختونو کې د حرکت انقلابې اسلامي يو چريکي جنګيالی وه. نوموړی څلور ځله په جګړه کې زخمي شوی چې په همدغو پايلو کې يې په يوې پېښه کې د يوې چاودنې له کبله خپله يوه سترګه له لاسه ورکړې. د دې پېښې په هکله د طالبانو تر مېنځ داسې يوه توده کيسه وه چې کله ملا محمد عمر په سترګه ټپي شو، او د يوې چاودنې له امله يې يوه چره په سترګه ولګېده نو ده پخپله دا چره د خپلې سترګې نه پخپل لاس راووېستله او خپل د سترګو ګاټی يې لرې کړ، بيا يې خپل سترغلي پخپل لاس سره وګنډل او د سترګو سوری يې پټ کړ. خو د نړېوال سره صليب د راپور له مخې د پاکستان پولې ته نژدې د سره صليب په يوه کمپ کې د ده درملنه شوې وه، او د ملا عمر سترګه په جراحي توګه په همدغه کمپ کې لرې کړای شوې وه.
وروسته له دې چې ملا عمر يوه سترګه له لاسه ورکړه او معيوبه شو، نو بيا يې مدرسې ته مخه کړه او په کوټه کې يې اسلامي زده کړې پيل (خو ځينې بيا وايي چې هغه د پاکستان په ملتان کې په يوه مدرسه اسلامي زده کړې ترلاسه کړي). د زده کړو وروسته يې د کندهار ښار په يوه کليوالي مدرسه کې د ملا په توګه دنده پېل کړې.
د طالبانو د غورځنګ جوړول
کله چې روسي پوځيان په ١٩٨٩ زېږيز کال کې د افغانستان د له خاورې لاس په سر شول او په کابل کې د کمونيستي دولت د ړنګېدو وروسته، هېواد د بېلابېلو جهادي قوماندانانو په لاس کې پرېواته، دا د افغانستان د کورنۍ جګړو پېر و چې هر مجاهد به د سيمو د ترلاندې کولو او خپل واک پلي کولو په هڅه کې ګڼ شمېر بې ګناه وګړي ووژل. پدې وخت کې ملا عمر يو د هغو کسانو څخه وه چې ددې ګډوډۍ د حل لپاره يې د طالبانو مشري پخپله غاړه واخيستله او ددغه نوي تحريک پيل يې وکړ. د هغه ټول پلويان د مدرسو طالبان وه چې د روسانو د يرغل وروسته پاکستان ته مهاجر شوي وه او هلته په کمپونو کې اوسېدل. په پيل کې سيمه ايزو خلکو د طالبانو پلوي کوله، دا ځکه چې دوی تر ډېره حده په دولت کې د درغلۍ، غلا او لوټمارۍ مخه نيولې وه. دوی ډېر ژر د افغانستان سويلي سيمې د خپل واک تر ولکې لاندې راوستې او ګڼ شمېر جهادي قومندانان هم د دوی سره يوځای شول.
د راپورونو له مخې [1] ، د ١٩٩٤ کال په پېل کې، ملا محمد عمر د ٣٠ کسانو په مرسته چې يواځې ١٦ يې په ټوپکونو سمبال وه، هغه دوه انجونې چې د سيمه ايزو قومندانانو لخوا تښتول شوي وې او عزت يې لوټ شوی وه، وژغورلې. په هماغه کال کې د دوی تحريک نور هم په چټکۍ سره روان وه او د کال تر پايه يې ډېر نوم پېدا کړ. ډېر ژر يې د اسلامي مدرسو نه سرتېري برتي کړل. د ١٩٩٤ زېږيز کال تر نومبر مياشتې پورې ملا عمر دومره سرتېري درلودل چې اوس يې د ټول کندهار واک په لاس کې نيولی وه، او دا هغه مهال وه چې د طالبانو غورځنګ رامېنځ ته شو.
د طالبانو لارښود
In April 1996, supporters of Mullah Omar bestowed on him the title Amir al-Mu'minin (أمير المؤمنين, "Commander of the Faithful"[2]), after he supposedly took the cloak of the Prophet Muhammad out of a series of chests it was locked in, which were held in a shrine in Kandahar. Legend decreed that whoever could retrieve the cloak from the chests would be the great Leader of the Muslims, or "Amir al-Mu'minin" [3]. Shortly afterwards, Kabul fell to Mullah Omar and his followers in 1996.
کله چې د افغانستان ډېرۍ سيمې او ولايتونه د طالبانو د واک ترلاندې راغلل نو په افغانستان کې ځينې نوي دولتي ادارې جوړې شوې چې پخوا په حکومت کې نوې. طالبانو په افغانستان کې د امر بل معروف او نهي عن المنکر په نوم يو وزارت جوړ کړ چې ددې وزارت دنده دا وه چې د عامو وګړو ورځيني چارچلند وڅاري چې آيا دوی شرعي احکام پلي کوي او که نه. په همدې توګه طالبانو د ١٩٩٧ زېږيز کال د اکتوبر په مياشت کې د افغانستان رسمي نوم هم بدل کړ او د افغانستان اسلامي امارات په نوم يې ونوماوه. که څه هم چې کابل د پېړيو راپدېخوا د افغانستان پلازمېنه ده، خو ملا عمر د خپلې واکمنۍ پر مهال د خپل پلارني ټاټوبي نه کابل ته و نه کوچېده. وييل کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ايله دوه ځله ملا محمد عمر د کابل نه ليدنه کړې. هغه کندهار کې اوسېدنه غوره ګڼله او د واک له لاسه ورکولو پورې همالته په کې اوسېده.
Under Mullah Omar, Taliban authorities enforced a particularly strict version of Islamic Law (the Sharia or Path). The only professions open to women were in the field of medicine, and the women working as doctors or nurses could only treat other women. Women were also not permitted to attend co-educational schools; in practice, this prevented the vast majority of young women and girls in Afghanistan from receiving even a primary education. A stringent interpretation of the Islamic dress code, specifically the Hijab or Veil, was enforced: women could not leave the house without a burqa. Men were forced to grow beards and avoid non-Islamic haircuts or dress. Cinemas were closed and music banned. Theft was punished by the amputation of a hand, rape and murder by public execution. Married adulterers were stoned to death. In Kabul, punishments were carried out in front of crowds in the city's former soccer stadium. Hundreds of cultural artifacts were also destroyed including major museum and countless private art collections. Mullah Mohammad Omar defended his order saying it was an honor for Islam, despite international outcries, particularly with regard to the destruction of the world's largest and amongst the oldest buddhist statues, at Bamiyan.
On 15 November 2001, Mohammad Omar proclaimed,Template:Cquote
د ٢٠٠١ کال نه وروسته
په ٢٠٠١ زېږيز کال کې چې کله امريکا او د امريکا متحدينو په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جګړه پېل کړې، له هماغه وخت نه تر اوسه پورې د ملا محمد عمر درک نه دی مالوم. هغه په يو نامالومه ځای کې پټ دی. ځينې خلک وايي چې هغه د پاکستان او افغانستان تر مېنځ پر پوله په قبايلي پښتني سيمو کې پټ دی، خو ددې خبرې پخلی لا تر اوسه پورې نه دی شوی. د امريکا د متحده آيالاتو حکومت د ملا عمر د نيولو لپاره او يا هم د داسې مالوماتو لپاره چې امريکايان د ملا محمد عمر په نيولو کې بريالي شي، د لسو ميليونو امريکايي ډالرو انعام ايښی دی.[5]
داسې وييل کېږي چې د ٢٠٠٦ زېږيز کال په جون مياشت کې ملا محمد عمر يو بيان خپور کړ چې په هغه کې ده په عراق کې د ابو مصعب الزرقاوي په مړينه خپله خواشيني څرګنده کړې وه. په هغه بيان کې زرقوي يو شهيد بلل شوی وه او داسې ژمنه يې هم کړې وه چې په افغانستان او په عراق کې به د امريکايانو او د متحدينو پر ضد جهاد به هېڅکله د هغه په مړينه کمزوری نه شي. [6]
Omar is believed to have played a significant role in the ending of the Waziristan War between Waziri Pashtuns and the government of Pakistan in September, 2006. He continues to have the allegiance of prominent pro-Taliban military leaders in the region, including Mullah Dadullah and Jalaluddin Haqqani. Former foe Gulbuddin Hekmatyar's faction has also reportedly allied with Omar and the Taliban.
In December 2006 Omar issued a statement expressing confidence that foreign forces will be driven out of Afghanistan.[7]
In January 2007 a captured Taliban spokesman, Muhammad Hanif, told Afghani authorities Omar is being protected by the ISI in Quetta, Pakistan. This matches an allegation made by the President of Afghanistan, Hamid Karzai, in 2006, though it is denied by officials in Pakistan.
دا هم وګورۍ
- په ٢٠٠١ کال کې په افغانستان کې جګړه
- د افغانستان کورنۍ جګړې(١٩٩٦-٢٠٠١)
- د افغانستان اسلامي امارات
- په افغانستان کې د روسانو جګړه
- طالبان
- د طالبانو سرکښي
سرچينې
- ↑ Template:Cite news
- ↑ Messages by Al-Qaeda Operatives in Afghanistan to the Peoples of the West "... alongside the Emir of the Believers..." September 2005
- ↑ Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Healy, Patrick "Kandahar residents feel betrayed". Boston Globe. URL accessed on 2006-07-02.
- ↑ On whether moderate Taliban will join the new Afghani governmentBBC News 15 November 2001
- ↑ Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified WANTED Mullah Omar Up to $10 Million Reward. Rewards for Justice. URL accessed on 2006-07-02.
- ↑ Template:Cite news
- ↑ Template:Cite news
باندنۍ تړنې
- د ملا محمد عمر سره د بي بي سي مرکه
- د بي بي سي له قوله د ملا محمد عمر ژوندليک
- د ملا محمد عمر په هکله د بي بي سي بيوګرافيکي مالومات
- د ملا محمد عمر په هکله د سپړلي جهاد د وېبپاڼې پېژندنڅېره
- ګارډين: ملا عمر - د هغه له خولې نه
Preceded by: برهان الدين رباني |
د مومنانو قومندان (De Facto Head of Afghanistan) 1996–2001 |
Succeeded by: برهان الدين رباني |
Template:War on Terrorism